د نورستان خلک د انټرنیټ له کمزورتیا شکایت لري

نورستان

د نورستان مرکز پارون او یو شمېر ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي چې په سیمو کې یې انټرنیټي شبکې کار نه کوي.

د دوی په خبره چې په یاده برخه کې يې لګښتونه زیات دي، خو انټرنیټ يې کمزوری دی.

د انټرنیت کمزوری حالت خلک او حکومتي مسوولین دواړه یو ډول له ستونزو سره مخ کړي دي.

دوی وایي، د اړتیا په وخت کې یا نږدې ولایتونو ته ځي او یاهم د دې لپاره انتظار کوي چې کوم وخت د انټرنیټ چټک شي، څو خپل کارپرې وکړي.

د لویدېځ نورستان اوسیدونکي هم له ورته ستونزو سر ټکوي.

په یاد ولایت کې حکومتي مسوولین هم د انټرنیټ له کمزوري حالته په تنګ شوي او وايي،د دوی د ایمیلونو او مکتوبونو د زر نه رسېدو له امله يې کارونه په خپل وخت نه تر سره کیږي.

په نورستان کې د طالبانو له خوا د ټولګټو ریاست سرپرست مولوي عبدالرحیم فاروقي وایي:"موږ د انټرنیټ مشکل لرو، دلته افغان بیسیم بېخې کار نه کوي او سلام مو په موبایلونو کې فعال کړی هغه هم کمزوری دی. موږ ډېرو ستونزو سره مخ یو. موږ باید هر وخت او هر حالت کې د وزارت سره تماس ونیسو، خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شرېکې کړو. ډېری وختونه زموږ ډېر مهم کار وي خو د نیټ د نشتوالي او کمزورتیا په وجه نه کيږي."

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت بیا وايي، هڅه کوي چې په ټول هېواد کې مخابراتي او انټرنیټي خدمات پیاوړي کړي او خلکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

د نورستان اوسیدونکي وايي، د تېر حکومت له مسوولینو يې تل په ټلیفوني شبکو کې د یادو ستونزو د هواري غوښتنې کړې وې، خو نه دي حل شوي.