طالبان: د کرېډټ کارډونو له مالیې یو نیم میلیارډ افغانۍ عواید ټول شوي

د موبایل کریډیټ کارتونه

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي، د موبایلونو د کرېډټ کارډونو د ۱۰ فیصده مالیې له درکه تر یو نیم میلیارډ افغانیو زیات عواید راټول شوي دي.

د دغه وزارت ویاند، عنایت اله الکوزي پرون شنبه (د مرغومي ۴مه)ازادي راډیو ته وویل، دا عواید په تېرو څه باندې ۴ میاشتو کې ترلاسه شوي: "پر افغانستان د اسلامي امارت تر واکمنۍ راهیسې یو میلیارد او ۵۴۳ میلیونه او څلور لکه افغانۍ د سیم کارډونو د لس سلنې مالیې له درکه ترلاسه شوي دي."

له ۱۳۹۴ لمریز کال راهیسې په افغانستان کې د موبایلونو پر کریډټ کارډونو ۱۰ سلنه مالیه وضعه شوې ده.

پر دغې مالیې په تېرو کلونو کې ولسي جرګې او عامو افغانانو هم انتقادونه کړي او د هغو د لېرې کېدو غوښتنه یې کړې ده.