د امریکا او اروپا فضایي څیړنیزې ادارې فضا ته نوی ټلسکوپ واستاوه

فضا

د امریکا فضایي تحقیقاتو اداره ( ناسا) او د اروپا فضایي اداره ( ایسا) نن فضا ته یو نوی پرمختللی ټلسکوپ واستاوه.

د جېمز وېب په نوم ټلسکوپ د اریان سپیس توغندي په ذریعه له فرانسې په سیمه ییز وخت د ماسپښین په یوه بجه او شل دقیقې د فضا په لور واستول شو.

د ستورپېژندونکو په باور دا ټلسکوب به د کایناتو د مطالعې په برخه کې یو انقلاب راولي.

پردې ټلسکوپ نهه میلیارډه ډالر لګښت راغلی دی چې د نژدې لسو کلونو په موده کې جوړ شوی دی.