د سوداګرۍ او صنایعو خونه: د افغانستان صادرات او واردات د پام وړ کم شوي

د کابل هوايي ډګر

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې نورو هېوادونو ته د افغانستان صادرات او ورڅخه واردات د پام وړ کم شوي دي.

د دغو خونو مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیو ته وویل، له چین او نورو هېوادونو څخه د افغانستان واردات د وروستیو تحولاتو له کبله کم شوي دي: "له چین سره زموږ په وارداتو کې هم قابل د ملاحظې کموالی راغلی دی او دا په دې خاطر دی چې له ټولې دنیا سره زموږ واردات کم شوي دي. تېرکال مو له چینه د یو میلیارد ډالرو واردات لرل، خو سږکال له چینه زموږ واردات څه باندې ۷۰۰ میلیونه ډالرو ته رسیدلی دي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي، چین سره په وارداتو کې هم قابل د ملاحظې کموالی راغلی دی

چین ته د افغانستان په صادراتو کې تر ټولو مهم قلم ځڼغوزي دي، خو د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هغه اسانتیاوې ختمې شوي چې د تېرحکومت پر مهال د ځڼغوزي صادروونکو ته ورکول کېدل.

د ځڼغوزو صادروونکي شکایت کوي چې له همدې کبله یې صادرات کم شوي او که ژر چین ته د ځڼغوزو د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې نه شي ځڼغوزي به یې خرابې شي.

خوست چې د ځڼغوزيو د تولید او پروسس مهم مرکز دی، د دې مېوې سوداګر الحاج محمد نعیم د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د دوی د ځڼغوزیو د صادراتو په لاره کې رامنځته شوي خنډونه لېرې کړي.

دی وايي: "موږ د اسلامي امارت له چارواکو غواړو چې هڅه وکړي زموږ د ځڼغوزیو د صادراتو په لاره کې خنډونه لېرې کړي."

په خوست کې د ځڼغوزیو یو بل کاروباري حاجي مستان هم شکایت لري چې کاروباریانو ته خپل مال پاتې دی او خرابېږي: "که د طالبانو د حکومت چارواکي ژر تر ژره اقدام ونه کړي زموږ ځڼغوزي خرابیږي، وزن یې کمیږي او موږ ډېر تاوان کوو."

د ځڼغوزو صادروونکي شکایت کوي چې له همدې کبله یې صادرات کم شوي

د ځڼغوزیو کاروباریان اندېښنه لري چې که د صادراتو لپاره یې لارې خلاصې نه شي، د دوی ترمنځ به لویې شخړې پېښې شي ځکه چې یو له بله پوروړي دي.

حاجي محمد ګیانیخېل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "ډېرو کسانو پر یو بل ځڼغوزي پلورلي دي. دوی د تېرکال په ګومان په لوړه بیه اخیستي خو که ځڼغوزي ورته پاتې شي، سخت تاوان به وکړي او دا به د یوې لوې شخړې سبب شي."

ښاغلی الکوزی د وارداتو او صادراتو د کمېدو د دلایلو په لړ کې د بانکونو ستونزه او د پیسو په انتقال کې د مشکل او ځینو نورو مواردو یادونه کوي.

ځڼغوزه، نورې وچې مېوې، غالۍ او قیمتي ډبرې د افغانستان عمده صادراتي اقلام دي.

د ښاغلي الکوزي په وینا تېر کال افغانستان چین ته د ۶۰ میلیون ډالرو صادرات لرل، خو سږ کال په کې ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

همدا راز تېر کال افغانستان له چین څخه د یو میلیارد ډالرو په ارزښت واردات لرل، خو سږ کال اووه سوه میلیون ډالرو ته کم شوي دي.