قزاقستان کې له څه باندې ۲ سوه افغانو محصلینو سره مرسته وشوه

قزاقستان کې افغان محصلین

په قزاقستان کې له څه باندې ۲ سوه افغان محصلانو سره د دغه هېواد د بشري حقونو د کمېشنرۍ او د مهاجرت د نړیوالې ادارې له لورې بشري مرسته وشوه.

د افغانستان د جمهوري نظام له پرزېدو وروسته له هېواده بهر ډېر افغان محصلان چې د افغانستان حکومت یا خپلو کورنیو ورسره مالي مرسته کوله، له سختې اقتصادي تنګسې سره مخامخ شوي دي.

د قزاقستان د استانه ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، په روان دسمبر میاشت کې د قزاقستان د بېلابېلو پوهنتونونو افغان محصلانو له ای او ایم یا د مهاجرت له نړیوالې ادارې د مرستې غوښتنه وکړه او ویې ویل چې په بانکي سیستم کې د خنډ له کبله د خپلو کورنیو له لوري ورسره مرسته نه کېږي.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت هم د خپل هېواد په پوهنتونونو کې ۱۵۵ افغان محصلانو ته وېزې تمدید کړي دي.