بریتانیا: له جنورۍ میاشتې بیا د زرګونه افغانانو د ایستلو پروسه پیلوو

د کابل هوايي ډګر کې یوه الوتکه

د بریتانیا حکومت اعلان کړی چې له جنورۍ میاشتې بیا د زرګونه افغانانو د ایستلو پروسه پیلوي.

د بریتانیا حکومت پرون په دې اړه یوه مفصله اعلامیه خپره کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي چې وزیرانو سلا وکړه، تر شلو زرو پورې افغانان چې ژوند یې په خطر کې دی بریتانیا کې مېشت کړي.

د افغانانو د مېشتولو وزیرې ویکتوریا اټکېنس ویلي، د افغان اتباعو د مېشتولو بهیر به هغو ته چې ژوند یې په خطر کې دی یوه قانوني او خوندي لار برابره کړي چې بریتانیا ته راشي.

د بريتانیا د حکومت د اعلامیې له مخې په دې ډله کې هغه خلک شامل دي چې له بریتانیايي ادارو سره یې کار کړی وي یا د ډموکراسۍ، بشري حقونو او بیان ازادۍ په څېر بنسټیزو اصولو ټینګښت لپاره یې هڅې کړې وي.

بریتانیا تر دې مخکې هم په اګسټ میاشت کې ۱۵۰۰۰ افغانان را ایستلي دي.