طالبانو کابل کې د پاسپورټ ریاست مخې ته د یوه ځانمرګي برید مخه نیولې

د پاسپورټ ریاست مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه

طالبان وايي، په کابل کې یې نن پنجشنبه (د مرغومي ۲مه) غرمه مهال د پاسپورټ ریاست مخ ته د یوه انتحاري برید مخه نیولې ده.

دا خبره د پاسپورټ عمومي رییس عالم ګل حقاني ازادي راډیو ته وکړه: "انتحاري حمله کوونکي غوښتل چې د پاسپورټ ریاست ته دننه ننوځي او مراجعینو ته نقصان ورسوي. د محافظینو له طرفه په نښه شو. د ده په مرګ سره دا ټوله حمله پای ته ورسېدله. نور تلفات نه لري. د چا لاس او ګوته هم نه ده وینې شوې. صرف انتحاري په ځای کې پروت دی او نور څه ستونزه نشته."

یو شمېر رسنیو بیا د عیني شاهدانو په حواله پاسپورټ ریاست مخ ته د یوې چاودنې او وروسته د ډزو خبر ورکړی دی.

په کابل کې د پاسپورټ د ویش پروسه څو ورځې مخکې بیا پیل شوه او هره پنجشنبه د طالبانو د ځواکونو لپاره ځانګړې وه چې ځانونو ته پاسپورټونه جوړ کړي.