ارزګان مېشتي خلک: طالبان پر خلکو له سره لمونځونه تکراروي

ارشیف، په یوه جومات کې لمونځ کوونکي

ارزګان مېشتي خلک وايي، طالبان په دې ولایت کې پر خلکو لمونځونه تکراروي چې دغه چارې خلک اړ کړي چې نور جوماتونو ته د لمانځه لپاره ولاړ نه شي.

د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار مرکزي جامع جومات کې د پخوا پرتله د لمونځ کوونکو شمېر څه اندازه کم شوی دی، ځکه دغه ولایت کې طالبانو د ټولو جوماتونو امامانو ته امر کړی چې جامع جومات ته په ورتلونکو خلکو تر لمانځه وروسته لمونځونه تکرار کړي او تېروتنې یې ورپه ګوته کړي.

په ارزګان کې د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ریاست يو ديني عالم مولوي محمد يعقوب شرافت ازادي راډيو ته وويل چې دوی د جوماتونو ټول ديني عالمانو ته دنده سپارلې، څو پر خپلو مقتديانو لمونځونه له سره تکرار کړي او هغه کسان چې د لمونځونو طريقه يې سمه نه وي اصلاح يې کړي.

دی وايي، د ارزګان د امر بل المعروف و نهي عن المنکر ادارې د ټولو نورو کارونو څخه مخکې دغه کار مهم وګاڼه چې پر خلکو له سره لمونځونه زده کړي.

په ارزګان کې د امر بل المعروف و نهی عن المنکر ریاست د جوماتونو ټول ديني عالمانو ته دنده سپارلې، څو پر خپلو مقتديانو لمونځونه له سره تکرار کړي

شرافت وويل: "د ارزګان د امر بل المعروف و نهي عن المنکر ادارې د ټولو کارونو څخه مخکې دغه يو کار وکړي چې پر ټولو خلکو لمونځونه تکرار کړي ځکه دغه امر د امرينو له خوا شوی، په ټولو جوماتونو کې امامان مقرر شوي، څو پر ټولو مسلمانانو لمونځونه تکرار کړي ځکه دغه مهمه مساله ده، دلته د ډېرو خلکو په سمه طريقه لمونځونه زده نه دي او لمونځ د اسلام دوهم رکن دی، ټول خلک باید شکر ادا کړي چې زموږ ملک ته داسې يو نظام راغلی چې زموږ د اخرت د ښه کولو لپاره کار کوي، ملا امامان خپلو مقتديانو ته لمونځونه تکراروي، که څوک دې کار کې لټي کوي، د اسلامي امارت له خوا به ورته سزا ورکول کېږي."

هغه وايي، د جوماتونو له مقتديانو به د امر بل المعروف و نهي عن المنکر اداره وخت په وخت پوښتنه کوي چې څومره يې لمونځونه زده کړي دي؟

هغه وړاندې وايي، د لمانځه تر زده کړې وروسته د امر بل المعروف و نهي عن المنکر د ادارې پلان دی، څو خلک اړ کړي چې لمونځونه هم په جماعت سره ادا کړي.

طالبانو دغه پروسه په ارزګان کې له تېرو دوو مياشتو راهیسې پیل کړې او هدف يې د لمونځونو د طريقو اصلاح ده.

د ارزګان يو شمېر خلک د طالبانو د دغه کار هرکلی کوي او په خبره يې چې ډېر شمېر خلک دي چې لمونځ يې په سمه توګه زده نه دی.

دوی وايي، د طالبانو دې کار سره به ډېر خلک د لمانځه طريقه په سم ډول زده کړي.

طالبانو دغه پروسه په ارزګان کې له تېرو دوو مياشتو راهیسې پیل کړې

د ارزګان اوسيدونکی بريال منګل یې په اړه وايي: "موږ په خپل شااوخوا سيمو کې ليدلي چې د ډېرو خلکو لمونځونه په سمه توګه نه وي زده، که هره ورځ دغو خلکو ته د لمانځه طريقه وښودل شي، هغوی به يې زده کړي."

خو د ارزګان ولايت يو بل اوسيدونکی بیا له طالبانو غواړي چې پر خلکو دې په عام محضر کې لمونځونه نه تکراروي ځکه په خبره يې دې کار سره به د ډېر عمر لرونکي کسانو چې د لمانځه طریقه يې په سمه توګه زده نه وي، د شرم احساس وکړي.

دوی وايي، دغه چاره اوس په جوماتونو کې د خلکو شمېر هم کړی دی.

دی وايي: "زموږ ټولنه کې سپین ږيري خلک شته، کله چې د دغه ډول يو سپین ږيري کس څخه د هغه د لمسيانو مخکې پر هغه لمونځ تکراريږي دا د دغه کس پر حقوق تېری دی، ځکه هغه د نورو کشرانو مخته د خجالت احساس کوي. طالبان دې داسې يو کار وکړي چې هغه ته دې سپارښتنه وکړي چې په خپله لمونځ سم زده کړي."

په ارزګان کې طالبانو امر بل المعروف و نهي عن المنکر ادارې تر دې مخکې په ارزګان کې پر ږيرو او سټايلي وېښتانو جوړېدو باندې هم بنديز لګولی و.

ددې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره ولولئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د ارزګان راپور