انډین اکسپرس: د افغانستان زیات هندوان او سېکهان هند ته کډې کولو ته اړ شول

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • فایننشل ټایمز (Financial Times)

د بریتانیا چاپ فایننشل ټایمز ورځپاڼې پرون د افغانستان د اقتصادي وضعیت پر خرابېدو او پر عامو خلکو یې د اغېزو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په پیل کې د ۲۵ کلن صبغت‌الله احمدي په نوم د کاپیسا ولایت د یوه اوسېدونکي کیسه رااخیستل شوې چې وايي په افغانستان کې د تېرو ۲۰ کلونو د جګړې ختمېدو ته خوښ دی، خو له څلورو میاشتو راهیسې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې، د وزګارتیا زیاتېدو او د پورونو درنو بارونو ژوند ورتریخ کړی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه کې راغلي چې احمدي اوس د اقتصادي ستونزو له کبله پر دې غور کوي چې خپل دوه کلن ماشوم او اومېندواره مېرمن په هېواد کې یوازې پرېږدي او په ساختماني برخه کې د کار په نیت ایران ته واوړي.

د ایران حکومت له اټکلونو سره سم، په روان ۲۰۲۱ م کال کې دې هېواد ته شااوخوا ۵۰ زره افغانانو پناه وړې ده.

فایننشل ټایمز زیاتوي، د اګسټ میاشتې په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو په بیا واکمنېدو سره پر افغانستان بهرنۍ مالي مرسته بنده شوه.

د لیکنې په دوام راغلي، په ملیونونو افغانانو چې په امنیتي ځواکونو کې دنده ترسره کوله، یا په دولتي ادارو او نړیوالو سازمانونو کې په کار بوخت وو، اوس یا وزګاره شوي، یا یې هم د څو میاشتو معاشونه نه‌دي اخیستي.

د لیکوال په نظر، د امریکا متحده ایالاتو له‌خوا د افغانستان بانک د څه باندې ۹ میلیاردو ډالرو د شتمنۍ کنګل کولو او نورو بندیزونو د طالبانو رژیم منزوي کړی او اقتصادي کړکېچ یې لا ژور کړی دی.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې (UNDP) افغانستان د اسیا په سطحه یو بې‌وزلی هېواد بللی چې په ملیونونو وګړي یې ځانونو ته د خوړو برابرولو وس هم نه‌لري.

ورځپاڼې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی صندوق یا یونېسف ارقامو ته اشاره کړې چې ويلي یې دي، په افغانستان کې یو ملیون ماشومان د لوږې او ساړه ژمي له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

په افغانستان کې د اقتصادي رکود له کبله ګڼ افغانان مجبوره شوي ګاونډیو او نورو هېوادونو ته پناه یوسي.

  • انډین اکسپرس (Indian Express)

د هندوستان انډین اکسپرس ورځپاڼې پرون په یوه مقاله کې د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش ۳،۱۱۷ اقلیتونو ته په تېرو څلورو کلونو کې د هند له‌خوا د تابعیت ورکولو موضوع ته اشاره کړې ده.

په کورنیو چارو کې د هند د دولت وزیر نتیانند رای (Nityanand Rai) دا خبره د چهارشنبې په ورځ پارلمان ته په خبرو کې وکړه.

رای د پارلمان د غړو د پوښتنو په ځواب کې ویلي، د هند تابعیت د افغانستان، پاکستان او بنګله‌دېش هندو، سېکهـ، عیسویانو او د نورو اقلیتونو غړو ته ورکړل شوی دی.

تر دې مخکې په راپورونو کې ویل شوي و چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د افغانستان زیات هندوان او سېکهان هند ته کډې کولو ته مجبور شول. پر دغه اقلیت ځیني محدودیتونه هم لګول شوي دي.

هندي رسنیو په وږې/ سنبلې میاشت کې راپور ورکړی و، طالبانو د هغو ۱۴۰ افغان سېکهانو او هندوانو چې غوښتل په هند کې په مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي، مخه نیولې ده.

د هند په پلازمېنه نوې ډېلي کې د ګوردوارې مسؤل پرتاب سنګهـ چې اصلاً افغان دی، وویل د نړۍ له بېلابېلو سیمو ډېر خلک دې مراسمو ته راغلل، خو له بده مرغه په افغانستان کې طالبانو اجازه ورنه‌کړه چې افغان هندوان او سېکهان په خپلو دغو مذهبي مراسمو کې ګډون وکړي.