بلغاریا: اړتیا نشته چې د ناټو سرتیري بلغاریا کې ځای پر ځای شي

د روسیې او اوکرایین پوله

د بلغاریا دفاع وزیر سټیفن یانیف وایي، اړتیا نه شته چې د اوکراین پولې څېرمه د روسیې د پوځي استحکاماتو په ځواب کې د ناټو سرتېري په بلغاریا کې ځای پر ځای شي.

یانیف په خپل فېسبوک کې لیکلي چې د ځواکونو د ځای پرځای کولو پرېکړه، د ناټو د متحدانو او د بلغاریا له ملي ګټو سره اړخ نه لګوي.

د بلغاریا دفاع وزیر هغه راپورونه تائید کړل چې په بلغاریا او رومانیا کې د اضافي ځواکونو د ځای پرځای کولو ترڅنګ د ځوابي اقدام لپاره له ناټو سره پر بېلابېلو انتخابونو بحث روان دی.

په وروستیو اوونیو کې د اوکراین په ګډون څو هېوادونو د هغه څه په اړه چې د اوکرایین پولې څېرمه د روسیې د پوځي حضور پراختیا بلل شوې، اندېښنه ښوولې ده.

ځینو چارواکو ویلي چې روسیه غواړي را روانه میاشت پر اوکراین پوځي یرغل ته ځان چمتو کړي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.

د روسیې حکومت د اوکراین کریمیا ټاپو وزمه په ۲۰۱۴میلادي کال کې لاندې او له خپلې خاورې سره الحاق کړله.