د افغان ښځو یوې ډلې په کابل کې د یلدا شپه ونمانځله

ارشیف

د افغان ښځو یوې ډلې په کابل کې د یلدا شپه ونمانځله.

تېره شپه د لیندۍ دیرشمه د کال تر ټولو اوږده شپه وه چې د افغانستان د ښځو د یوه غورځنګ له لوري په پلازمېنه کې ونمانځل شوه.

د دې مراسمو یوې چمتو کوونکې وحیدې امیري ازادي راډیو ته په یوه رالیږلي پيغام کې ویلي دي چې د یلدا شپې د نمانځلو او د شعرونو د ویلو ترڅنګ دوی په دې ډول غواړي د پاکستان صدراعظم ته یوه پيغام ورکړی.

دوی ویلي: "موږ د دې لپاره راغونډې شوي یوو چې عمران خان ته ووایو چې د افغانستان خلک ژوندي دي. دا سمه ده چې اوس زموږ هېواد په یوه عبوري حالت کې دی، خو د افغانستان ښځې ژوندۍ دي."

د پاکستان صدراعظم د یکشنبې په ورځ په پلازمېنه اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې وویل، د بشري حقونو په اړه هره ټولنه خپل لید لوری لري او کله چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو موضوع مطرح کېږي، باید د پښتنو د کلتور په تناظر کې دې موضوع ته وکتل شي.

د عمران خان پردې خبرو په افغانستان کې یو شمېر سیاستوالو سخت غبرګون ښکاره کړی دی.