بلېنکن: امریکا هڅه کوي څو افغانانو سره مرسته وشي او کنګلې مرستې یې ازادې شي

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې تر اوسه له افغانستان سره ستر مرستندوی دی.

انتوني بلېنکن پرون په واشنګټن کې خبري غونډې ته د خبرو پر مهال د افغانستان اوسنی حال د اندېښنې وړ وباله او ویې ویل چې وضعیت له نژدې څاري.

بلېنکن زیاته کړه: "موږ له دې واقعیته خبر یوو چې په افغانستان کې اوس ډېر سخت بشري وضعیت دی. ښایي د ژمي له پيلېدو سره نور هم بد شي، نو زموږ د جدي پاملرنې ځای دی، له خپلو متحدانو او شریکانو سره په دې اړه له نژدې کار کوو."

د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې یوه ډله یې رامنځته کړې ده څو په تیرو شلو کلونو کې په افغانستان کې ترلاسه شوې تجربې وارزوي.

انتوني بلېنکن بیا وویل چې د افغانستان تګلارې ته یې د بیا کتنې سپارښتنه هم کړې ده.

د بلېنکن په وینا، واشنګټن غواړي چې له دې پلوه ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی مرستې طالبانو ته ګټه نه کوي خو نورو خلکو ته یې ګټه رسېږي.

دی وايي:"موږ تازه د وجهي صندوق د هغو دوه سوه اتیا میلیونه ډالرو له پرېښودو سره همکاره شوو چې د افغانستان د بیارغاونې لپاره وې. موږ په جدیت غواړو د افغانستان د اقتصاد لپاره نورې لارې چارې ومومو، څو له خلکو سره ډیرې پیسې وي."

واشنګټن غواړي چې له دې پلوه ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی مرستې طالبانو ته ګټه نه کوي

نړیوال بانک د لیندۍ په شلمه نېټه اعلان وکړ چې مرستندویه هېوادونو تایید کړې ده چې د افغانستان د شتمنۍ دوه سوه اتیا میلیونه ډالر به دغه هېواد ته واستول شي.

طالبانو د نړیوال بانک د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د افغانستان تر نیمایي ډېر استوګن په ژمي کې د قحطۍ له سخت خطر سره مخامخ دي.

همدا راز ګڼو بنسټونو خبرداری ورکړی دی چې کیدای شي یو میلیون افغان ماشومان خپل ژوند له لاسه ورکړي.

فرانس پرېس اژانس خبر ورکوي چې متحد ایالاتونو له افغانستان سره د بشري مرستو یوه لایحه چمتو کړې ده.

د راپورونو له مخې دا لایحه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته استول شوې ده، څو له افغانستان سره د مرستو د رسولو پروګرام تنظیم شي.

دپلوماتیکو سرچینو فرانس پرېس ته ویلي دي چې ټاکل شوې ده د امنیت شورا پنځلس غړي به ډېر ژر د دې لایحې د تصویب لپاره رایي واچوي، خو د دې رایي اخیستو وخت لا نه دی ټاکل شوی.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفیتس وایي، باید ډېر ژر د افغانستان لپاره بیړنۍ مرستې چمتو شي، څو د ده په وینا خلک وژغورل شي.