بریتانیا: ۳ میاشتو کې به ۲۲ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ شي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د بریتانیا دوو خیریه بنسټونو په افغانستان کې د ژمي پرمهال د یو میلیون ماشومانو په ګډون د سلګونو زره کسانو ژوند ته د خطر پېښېدو خبرداری ورکړ.

اکشن اېډ په خپل ټویټر کې لیکلي چې په را روانو درېیو میاشتو کې ښايي د افغانستان نیمايي وګړي چې څه باندې ۲۲ میلیونه کسان کېږي، له سختې لوږې سره مخامخ شي.

دغې ادارې له مرستندویو هېوادونو غوښتنه کړې چې له دغو اړو افغانانو سره د خوړو او اساسي موادو په برابرولو کې د مرستې لپاره بسپنه ورکړي.

دغه راز د بریتانیا بلې خیریه ادارې (DEC) هم ویلي چې په راروانو درېیو میاشتو کې یو میلیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.

دغې ادارې هم له مرستندویو هېوادونو غوښتنه کړې، مخکې تر دې چې ډېر ناوخته شي، د مرستې لپاره راودانګي.