د ایران حکومت یو کرد سیاسي محبوس اعدام کړی

یو کرد سیاسي محبوس حیدر قرباني

د راپورونو له مخې د ایران حکومت د نړیوالو له غوښتنو سره سره، یو کرد سیاسي محبوس د حکومت پر ضد د وسله‌وال پاڅون په تور اعدام کړی دی.

په اوسلو کې د ایران د بشري حقونو ټولنې (IHR) او په فرانسه کې د کردستان د بشري حقونو شبکې خبر ورکړی چې حیدر قرباني پرون سهار وختي، د ایران د کردستان ولایت په یوه محبس کې اعدام شو.

دې ډلو ویلي دي چې د قرباني کورنۍ او مدافع وکیل ته د هغه د اعدام په اړه له مخکې خبر نه‌و، ورکړل شوی.

د کردستان دا سیاسي فعال په داسې حال کې اعدام شوی چې قضیه‌یې لاهم په محکمه کې تر څېړنې لاندې وه.

قرباني په ۲۰۱۶ کال کې د ایران د بسیج ملېشه ځواک د درېیو غړو د قتل په تړاو نیول شوی او د همدې کال له اکټوبر میاشتې راهیسې بندي و.