ټوماس وېسټ د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه مهمه او رغنده بللې ده

توماس وېسټ

متحده ایالاتو له افغانستان سره د مرستې لپاره، په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان (OIC) غونډه مهمه او رغنده بللې ده.

د (OIC) د بهرنیو چارو وزیرانو یو ورځنۍ ځانګړې غونډه د سعودي عربستان په نوښت پرون په اسلام‌اباد کې جوړه شوې وه.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ پر ټویټر لیکلي دي چې دې غونډې مهمې لاسته راوړنې درلودې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون د غونډې په پای کې د «OIC» د موافقو یادونه وکړه.

ده وویل: "په کنفرانس کې موافقه وشوه چې د بشري مرستو لپاره یو مالي صندوق جوړ شي. دوهم، د افغانستان لپاره د غذایي امنیت یو پروګرام تطبیق شي. درېیم دا چې باید د افغانستان مالي او بانکي چینلونه ازاد کړو ځکه له بانکي خدماتو پرته اقتصادي فعالیت او له خلکو سره مرسته نه‌شي کېدای."

«OIC» له پرونۍ غونډې وروسته د افغانستان لپاره ځانګړی استازی هم وټاکه. د دې سازمان سکرتر جنرال حسین ابراهیم طه، خپل نږدې همکار طارق علي بخیت د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي په توګه نومولی دی.