ملګري ملتونه: له افغانانو سره د ۴ نیم میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کوو

د داخلي بې‌ځایه شویو کمپ

د ملګرو ملتونو یو چارواکی وایي، دغه سازمان به په افغانستان کې له زیانمنو کسانو سره د مرستې لپاره راروان میلادي کال د څلورنیم میلیارده ډالرو مالي مرستې غوښتنه وکړي.

د بشري چارو او بېړنیو مرستو د تنظیم په چارو کې د ملګرو ملتونو مرستیال، مارتین ګریفیټس (Martin Griffiths) پرون په اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډې ته په وینا کې وویل دا به د بشري مرستو تر ټولو لوی پیل وي.

د ده په وینا د ملګرو ملتونو پلان دا دی چې له څه باندې ۲۱ ملیون افغانانو سره چې د ژوند ژغورنې مرستې ته اړتیا لري، بشري مرسته وشي.

ملګرو ملتونو روان کال هم په یوه غونډه کې له مرستندویو هېوادونو د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې ترلاسه کړې.

ملګرو ملتونو ویلي دغه بشري مرستې به د طالبانو حکومت ته نه‌ورکول کېږي، بلکې په مستقیم ډول به د دوی د ادارو له‌خوا اړو کسانو ته رسول کېږي.