د'او.ای.سي' غونډه: ژر تر ژره دې د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د سازمان فوق العاده غونډې په څنډه کې د هر هېواد ملي بیرغ

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان فوق العاده غونډه کې ټینګار وشو چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره باید ژر تر ژره د اړمنو افغانانو لاسنیوی وشي.

غونډه د اسلام اباد په کوربه توب د شااوخوا ۲۲ بهرنیو چارو وزیرانو او ګڼ شمېر ځانګړو استازیو او لویدیځو ډپلوماټانو په حضور کې ترسره شوه.

د پاکستان صدراعظم عمران خان وویل، که له افغانستان سره عاجلې مرستې ونه شي ټوله سیمه باندې به د دغه هېواد روان بحران سختې اغېزې وکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي هم دې غونډه کې ګډون کړی و.

متقي د مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د روانو ستونزو د حل په هدف د اسلامي هېوادونو غوښتنې او وړاندیزونه مني.

د غونډې ګډونوالو د طالبانو پر حکومت د بشري حقونو د رعایت او د تعلیم د زمینې د برابرولو غږ هم وکړ.