ایران کې بل سیاسي بندي حیدر قرباني اعدام شو

ارشیف؛ په ایران کې د اعدام صحنې لېدلو ته را ټول شوي

ایران کې نن یو بل سیاسي بندي هم اعدام شو. حیدرقرباني په بغاوت او د درېیو کسانو په وژنه تورن وو.

د کردستان څارنوالۍ خبر ورکړ چې حیدر قرباني د سنندج په زندان کې اعدام شوی دی.

خو د بښنې نړیوال سازمان د قرباني تر اعدام مخکې ویلي و چې له دغه سیاسي بندي نه ایراني څارنوالانو په زور اعتراف اخیستی او باید د اعدام حکم یې لغوه شي.

تر دې مخکې د ایران د بشري حقونو په تړاو د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورتر ویلي چې حیدرقرباني هېڅکله وسله نه وه پورته کړې او د هغه د شکنجې او جبري اعتراف راپورونه د جدي اندېښنې وړ دي.

حیدر قرباني شااوخوا پنځه کاله مخکې د سپاه پاسداران د څو غړیو د وژنې په تور له یوه بل تورن سره یوځای نیول شوی و.

ایران تر دې مخکې هم ګڼ خلک اکثر د بشري حقونو فعالان، د رژیم سیاسي مخالفین او معترضین په ګڼو پلمو زنداني کړي او د راپورونو له مخې عادلانه محکمې ته له لاسرسي پرته یې اعدام کړي دي.