سعودي عربستان: په مرستو بار دوې الوتکې کابل ته لېږل شوي

د سعودي یوه الوتکه

سعودي عربستان وايي، پرون شنبه (د لېندۍ ۲۷مه) یې په مرستو بار دوې الوتکې کابل ته ولېږلې.

د سعودي عربستان د رسمي سرچینو له راپور سره سم، دا څه باندې ۶۵ ټنه بشري مرسته د دغه هېواد د پاچا سلمان د بشري مرستو د مرکز له لوري افغانانو ته استول شوې ده.

سعودي تر دې وړاندې هم په څلورو الوتکو کې خوراکي مواد او خیمې افغانستان ته لېږلې وې.

د دغه هېواد د چارواکو په وینا له پرونۍ مرستې سره یې تراوسه پورې افغانستان ته ټولټال ۱۹۷ ټنه مرسته لېږلې ده.