طالبان: خوست کې غیرقانوني روغتیايي کلینیکونه او درملتونونه تړل کېږي

خوست کې یو غیر قانوني کتنځی

د خوست روغتیايي مسوولین وايي، په دې ولایت کې به هغه ټول روغتونونه، کلینیکونه، درملتونونه او کتن ځایونه وتړل شي چې په غیر قانوني ډول په روغتیايي خدمتونو بوخت دي.

د چارواکو په وینا، غیرقانوني معالجه او درملنه خلکو ته په زیان تمامیږي او دوی به يې مخه ونیسي.

د خوست روغتیايي چارواکو یادې څرګندونې د نوومبر په ۱۸مه نېټه په ښار کې د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو پر مهال ازادي راډیو ته وکړې.

د عامې روغتیا رئیس صاحب ګل خالد وویل، هېڅ چا ته به د خپلسرو روغتیايي خدمتونو اجازه ورنه کړي: "تاسو ولیدل چې موږ خوست ښار کې تصفیوي عملیات پیل کړي دي، هغه کلینیکونه او درملتونونه چې قانوني نه وي هغه به له نن ورځې وروسته تړل کېږي تاسو ولیدل چې مهرلاک شول، ټولو خوست میشتو ته مو ډاډ ورکوو چې په راتلونکې کې به انشالله د دې له ضرر نه تاسو په امن کې اوسیږئ. "

خوست کې یو درملتون

په خوست کې ډاکټران او روغتیايي کارکوونکي هم وايي، خلکو ته باید د عامې روغتیا وزارت د پالیسیو او سټراتيژیو په رڼا کې خدمتونه وړاندې شي، له هغې پرته خپلسرې معالجه د ولسونو لپاره په زیان ده.

معالج ډاکټر حبیب شاه انصاري چې د ښار د روغتیا د برخې څخه د نظارت یو غړی دی وايي، په خوست کې هغه شمېر معالجوي او د غاښونو کلینکونه او درملتونونونه ډېر دي، چې جواز نه لري.

د ده په وینا، د ۹ کلونو راهیسې د درملتونونو د جوازونو وېش بند شوی، نو دا چې خلک په ډېرېدو دي، د طالبانو حکومت د وزیرانو له شورا غواړي چې د جوازونو د بېرته پیلیدو پرېکړه وکړي.

په خوست کې د روغتیا د برخې کار کوونکي د کلینکونو او درملتونونو څخه څار او نظارت د با کیفیته او معیاري درملنې د ترویجولو لپاره یو ښه اقدام بولي.

د غاښونو د برخې یو معالج نور خان وايي، په دې ډول اقداماتو سره دوی متوجه کېږي چې خپلو کلینکونو او درملتونونو ته قانوني اسناد واخلي او په تاریخ تېر او بې کیفیته درمل ونه پلوري.

په خوست کې د پخوا پرتله د نورو توکو د بیو د لوړیدو تر څنګ د درملو بیې هم لوړې شوي دي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ اوسیدونکی محمدصدیق له طالبانو غواړي چې د روغتیا په برخه د نظارت پروسه پياوړې کړي: "د درملو له شرکتونو او د دواخانو والاوو نه مو دا هیله ده چې دا ولس غریب دی، د معدې د لسو افغانیو والا ګولۍ په شل خرڅوي، همدا شان د سردرد لپاره د اومنېډول ټابلېټ هغه اوس دیرشو افغانیو ته رسیدلي دي، د امارت نه مو دا هیله ده چې په مارکیټ کې نظارت وکړي او ولس باید د دوی سره همکار شي، تر څو د خلکو ستونزې حل شي."

د خوست د روغتیايي چارواکو په وینا د هغو درملتونونو چې په تاریخ تېر درمل پلوري او هغه روغتیايي کلینیکونو او د ډاکټرانو د کتن ځایونو د تړلو لپاره به عملیات دوام وکړي، چې قانوني اسناد نه لري، همداشان د روغتیا په برخه کې د نظارت او تصفیوي عملیاتو روان بهیر به ولسوالیو ته هم وغځول شي.