د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین عباس ستانکزی وايي، افغانستان اوس امن شوی او ټول هغه افغانان چې له هېواده بهر دي خپل وطن ته دې راشي.
نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د کډوالو نړېوالې ورځې په تړاو جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وویل، هغه کدرونه چې له افغانستانه تللي، بېرته دې خپل وطن ته راشي او د هېواد په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.
طالب چارواکو په نړېوالې ټولنې د خپلو کړیو ژمنو د ترسره کولو په برخه کې د همکارۍ غږ وکړ او ویې ویل، کډوالي، بشري مرستې او د ډپلوماټیکو اړیکو ټینګول له افغانستان سره د سیمې او نړې په ګټه ده.
په افغانستان کې د کډوالۍ ورځ په داسې حال کې نماځل کېږي چې اوس له هر بل وخته افغانان نورو هېوادونو ته تګ هڅه کوي.