اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاریو د سازمان غونډه؛ طالبان: مشخصې غوښتنې ترې کوو

اسلام اباد ته تللی طالب پلاوی

د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې د ګډون په موخه، د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی اسلام‌اباد ته رسېدلی دی.

دا غونډه چې سبا د یکشنبې په ورځ پېلېږي، د نږدې ۹۰ هېوادونو او سازمانونو استازي په کې ګډون کوي.

که څه هم د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې اصلي هدف، په دې هېواد کې د بشري ناورین د لا پراخېدو د مخنیوي لپاره د مرستو جلب دی، خو طالبان د یوې مشخصې اجنډا سره په کې ګډون کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دې غونډه کې د دوی لومړیتوب د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او له افغانستان سره په اقتصادي، بشري او ډپلوماټیکو برخو کې د مرستو غوښتنه ده.

مجاهد زیاته کړه: "د دوی ونډه ډېره مهمه ده، په ځانګړي ډول د افغانستان له ملت سره د همکارۍ او مرستو په اړه چې له جګړې راوتلي دي. دلته د پانګونې او همداراز د سیمې د امنیت په اړه همکارۍ او د رسمیت پېژندلو موضوع، دا ټول په اجنډا کې شامل دي."

مجاهد وایي، لومړیتوب د اسلامي هېوادونو ترمنځ د همکاریو پراختیا او له افغانستان سره بېلابېلو برخو کې د مرستو جلب دی

پاکستان ته له سفر وړاندې، د کابل حامدکرزي په هوايي ډګر کې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس کې د طالبانو د ګډون کوونکي پلاوي مشر او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي دا غونډه مهمه وبلله.

هغه وویل، هلته به په بشري، اقتصادي او سیاسي مسایلو بحثونه وشي.

پاکستان چې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د غونډې کوربه دی، چارواکي یې وايي، هڅه کوي چې دې غونډه کې د افغانستان د نازک حالت په اړه د نړۍ پام ور وګرځوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تېره شپه د بول په نوم له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره مرکه کې خبرداری ورکړ، که د افغانستان وضعیت ته پام و نه شي، سیمه او نړۍ به اغېزمنه کړي.

په دې اړه نور: پاکستان: د اسلامي همکارۍ د سازمان د غونډې ګډونوال رارسېدلي 

قریشي زیاته کړه: "موږ نه یوازې د اسلامي امت، بلکې دې ټکي ته د ټولې نړۍ د پام را اړولو هڅه کووچې د افغانستان حالت نازک دی. هلته یو بشري ناورین پیلېدونکی دی او که خدای مه کړه هلته اقتصادي سقوط راغی او هغه ستونزې او ننګونې چې نږدې ۳۸ میلیونه افغانان ورسره مخ دي، دا ستونزې به ټوله سیمه اغېزمنه کړي."

قریشي وویل موږ نه یوازې د اسلامي امت، بلکې دې ته د ټولې نړۍ د پام را اړولو هڅه کوو چې د افغانستان حالت نازک دی.

په اسلامي اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې د جوړېدو غوښتنه سعودي عربستان د لیندۍ یا قوس په اتمه نېټه کړې وه او هیله یې ښودلې وه چې په دې فوق العاده ناسته به په افغانستان کې د بشري، اقتصادي او سیاسي وضعیت په اړه مهم بحثونه وشي.

د سیاسي چاروپوهان وايي، د اسلامي همکاریو سازمان به له طالبانو هم خپلې غوښتنې په دې کنفرانس کې مطرح کړي.

شنونکی عزیز معارج ازادي راډیو ته وویل: "د کنفرانس غړي هېوادونو ته باید قناعت ورکړل شي او د ګټو د خوندیتوب ډاډ ورکړي. د ترهګرۍ په اړه د دوی اندېښنې باید ځواب شي، هغه مهال کېدای شي دا هېوادونه زړه ښه کړي چې افغانستان سره مرسته وکړي."

د اسلامي همکاریو سازمان هغه مهال چې جمهوريت حاکم و، د افغان حکومت پر وړاندې د طالبانو جګړه ناروا بللې وه او له دوی یې غوښتي و چې د خبرو اترو له لارې شخړه پای ته ورسوي.

دې سازمان همدا ډول په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د کار او زده‌کړې، بیان ازادۍ او فردي خپلواکیو هم ټینګار کړی او په ځلونو یې ویلي، اسلام تاوتریخوالی غندي.