د مهاجرت سازمان: د افغانستان د اقتصادي بحران ضربه کډوالو ته رسېږي

د ایران افغانستان ترمنځ پر پوله افغان کډوال

د مهاجرت نړیوال سازمان یا 'IOM' وايي، د افغانستان د روان اقتصادي بحران تر ټولو لویه ضربه به کډوالو افغانانو ته متوجه وي.

'IOM' پرون جمعه (د لېندۍ ۲۶مه) پر خپل ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې تمه ده هغه افغانان چې له بهره راستنېږي او یا په کور کې دننه بې ځایه شوي د هغو افغانانو له ډلې وي چې د دې اقتصادي بحران له کبله تر ټولو زیاته ضربه ويني.

د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخې په روان کال کې په افغانستان کې د تېرو جګړو او طبیعي افتونو له کبله له شپږ لکه شپږ اویا زرو زیات کسان له خپلو مېنو بې ځایه شوي.

همدا راز له پاکستان او ایرانه شااوخوا ۳۰ زره کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

په افغانستان کې د مهاجرت د نړیوال سازمان دفتر دا مهال د ځای تر سرلیک لاندې په افغانستان کې د زرګونه بې وسه ښځو او نارینه افغانانو لپاره د نوېو دندو د رامنځ ته کولو او یا د اوسنیو دندو د خوندیتوب پروګرام تطبیقوي.