ګډونوال: د ایران اټمي مذاکرات د واټ پای ته رسېدونکي دي

ویانا؛ د ایران اټومي تړون د احیا مذاکرات

ایران سره د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې د احیا لپاره په خبرو کې ګډونوال اروپايي هېوادونه خبرداری ورکوي چې په دې اړه مذاکرات په ډېرې چټکۍ سره د واټ پای ته د رسېدو په حال کې دي.

پرون جمعه (د لېندۍ ۲۶مه) په ویانا کې د دې مذاکراتو د وروستي پړاو په پای کې بریتانیا، فرانسې او جرمني په یوه ګډه بیان کې وویل چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې تخنیکي پرمختګ شوی، خو دوی زیاتوي چې دا په خبرو کې ښکېل اړخونه بېرته همغه ټکي ته بیايي چې په جون میاشت کې ور رسېدلي وو.

له بلې خوا د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولېوان بېګا وویل چې له ایران سره د امریکا غیرمستقیمې خبرې ښیې پرمخ نه ځي او زیاته یې کړه چې امریکا دې معاملې ته د راستنېدو لپاره تراوسه کومه انګېزه نه لري.

د ایران د اټمي تړون د خوندي کولو لپاره د خبرو لړۍ په اپریل کې پیل شوه، خو په جون کې د ایران د ولسمشرۍ له انتخاباتو وروسته څو میاشتنی وقفه په کې راغله او بالاخره د نوومبر په وروستیو کې دا لړۍ بیا پیل شوه.