سرچینه: ۶۲ زره افغانان چې امریکا کې یې پناه غوښتې، لا هم افغانستان کې دي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د امریکا متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزارت یو جګپوړي چارواکي والسټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي، لږ تر لږه ۶۲ زره افغانان چې په امریکا کې د پناه اخېستو مستحق دي، لا هم په افغانستان کې پاتې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط والستريټ ژورنال سره خبرې کړي ویلي چې د اصلي پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۳۳ زره کسان او د هغوی کورنۍ د تفتیش له پړاوه تېر شوي دي او امریکا ته په سمدستي ډول د تګ شرایط یې پوره کړي.

دا لومړی ځل دی چې امریکايي چارواکي د هغو کسانو د شمېر په اړه چې له امریکايي ځواکونو سره یې افغانستان کې کار کړی، خو تراوسه هلته پاتې دي، دقیق ارقام ورکوي.

د اصلي پناه غوښتونکو له ډلې څخه ۳۳ زره کسان او د هغوی کورنۍ د تفتیش له پړاوه تېر شوي

له افغانستانه د دې شمېر کسانو د ایستلو لپاره د الوتنو عملیات چې امریکا یې د قطر او نورو اړخونو له خوا تنظیموي، په وروستیو اونیو کې چټک شوي او لومړیتوب امریکايي وګړو او هغو کسانو ته ورکول کېږي چې امریکا کې اوسېږي، خو یو شمېر هغه افغانان هم په کې دي چې د تفتیش له پړاوونو تېر شوي او د ویزو د ورکړې پروسه یې روانه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دې چارواکي ویلي، د ۲۹ زره کسانو غوښتنلیکونه تراوسه د تفتیش په ابتدايي پړاوونو کې دي البته په دې ډله کې د دې کسانو د کورنیو غړي نه دي شامل.

که دا ۲۹ زره کسان هم د تفتیش له پروسې په بریالیتوب سره تېر شي، نو د خپلو کورنیو له نژدې غړو سره یو ځای امریکا ته د انتقال مستحق پېژندل کېږي.

طالبان له هغه وخته چې واک ته رسېدلي هڅه کوي د افغانستان د امنیت په اړه یو عادي او امن تصویر وړاندې کړي، خو د والسټریټ ژورنال خبریال سیون راسموسین راپور ورکوي، د سختو جزاګانو ورکول، تشدد، فشار او پر لومړنیو ازادیو محدودیتونه اوس، په افغانستان کې د خلکو د ژوند عادي برخه ګرځېدلې ده.

په واشنګټن ډي سي کې د سیاسي چارو افغان کارپوه ویس وردګ ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو په واکمنۍ کې ښايي د هغو افغانانو ژوند ډېر خوندي نه وي چې تېرو شلو کلونو کې یې د امریکا لپاره کار کړی.

په واشنګټن ډي سي کې د سیاسي چارو افغان کارپوه ویس وردګ

ښاغلی وردګ زیاتوي: "د طالبانو په لیکو کې تراوسه سلسه د مراتبو او د حکومتولۍ سیسټم نه دی رامنځته شوی چې د دوی پر ژمنو حساب وشي. ولو که دوی د دې کار کوونکو یا ترجمانانو د ژوند ضمانت یا د امنیت ضمانت هم ورکړي هغه به صرف یوه ژمنه وي. طالبان په کلیو او بانډو کې پر خپلو افرادو سیسټماتیک کنټرول او څار نه لري."

یو شمېر افغانان چې د امریکا د ویزو لپاره یې غوښتنلیکونه ورکړي، خو تر اوسه افغانستان کې پاتې دي، اوس په وېره کې ژوند کوي او د اقتصادي وضعیت د خرابېدو له کبله هم غواړي چې ډېر ژر له دې هېواده ووځي.

امریکا ویلي، د ۲۹ زره کسانو غوښتنلیکونه تراوسه د تفتیش په ابتدايي پړاوونو کې دي

کیانوش چې په افغانستان کې یې د امریکا په یوه حساسه پروژه کې کار کاوه، باید د کابل د سقوط په لومړیو ورځو کې له افغانستانه وتلای وای، خو د کابل هوايي ډګر کې د ګډوډۍ له وجې پاتې شو او اوس پټ ژوند کوي.

نوموړي له وال سټریټ ژورنال سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي چې وزګار دی، د ژمي له راتلو سره د خوړو لپاره څه نه لري او له یوه تیاره برخلیک سره مخامخ دی.

متحدو ایالاتونو او متحدانو یې په همغه بې نظمۍ کې له یو لکو زیات افغانان له افغانستانه واېستل چې له اویا زرو زیات یې امریکا ته رسېدلي دي خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو خلکو له ډلې چې د امریکا تابعیت لري، څه کم لس کسان تر اوسه هم په افغانستان کې پاتې دي.

امریکا په تېره میلادي میاشت کې له قطر سره یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د خلیج دا هېواد په افغانستان کې د امریکا د ګټو استازیتوب کوي.

د دې سند له مخې قطر دا هم منلې چې په کابل کې په خپل سفارت کې د امریکا د ګټو ساتونکې څانګه پرانیزي، څو د متحدو ایالاتونو د ډپلوماتیکو موسسو او قونسلي چارو ساتنه او څارنه وکړي.