روسیه کابل ته بشري مرسته استوي

له افغانستان سره د روسیې د بشري مرستو لومړنۍ بسته

روسیه وايي که چېرې د هوا وضعیت سم وي د شنبې په ورځ کابل ته بشري مرسته استوي.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د دې خبر د تأیید ترڅنګ ایترتاس خبري اژانس ته ویلي چې دا الوتکه به له کابل څخه بېرته د ستنېدو پر مهال له هغه هېواد څخه روسي وګړي انتقال کړي.

روسیې د ډسمبر په لومړۍ نېټه هم په درې الوتکو کې بار ۳۶ ټنه بشري مرستې افغانستان ته استولې وې.

د بېرته ستنېدو پر مهال دې الوتکو ۲۱۴ تنه روسي او قرغزي وګړي او هغه افغانان چې د روسیې په پوهنتونونو کې درس وايي، لېږدولي وو.