یو اوکراینی سرتېري له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره په نښته کې ووژل شو

ارشیف، یو اوکراینی سرتېری

د کیف او مسکو ترمنځ د ترینګلتیا د زیاتېدو سره هم‌مهاله یو اوکراینی سرتېري له روس پلوو بېلتون غوښتونکو سره په نښته کې وژل شوی دی.

د اوکراین د دفاع وزارت د جمعې په ورځ وویل، دا سرتېری هغه مهال ووژل شو چې تېره شپه بېلتون غوښتونو د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین د پوځ پر پوستو د هاوانونو، لاسي بمونو او ماشیندارو برید وکړ.

تر اوسه پورې د روس پلوو بېلتون‌پالو استازو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

دا نښته داسې مهال کېږي چې امریکا، اروپايي ټولنه او اوکراین د اوکراین پولو ته نږدې د روسي ځواکونو د خوځښتونو او پر اوکراین د روسیې د برید د احتمال خبرداری ورکړی. روسیه وايي پر اوکراین د برید نیت نه‌لري.