د کونړ اوسېدونکي: پاکستاني ځواکونو پر شلتن ولسوالۍ د توپونو ډزې پیل کړي

ارشيف، کونړ کې د يوه بريد سيمه

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، له تېرو درېیو ورځو راهيسې یې پاکستاني ځواکونو پر سیمه د توپونو ډزې پیل کړي.

ځايي اوسېدونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د توپونو په دې ډزو کې یو کس ټپي شوی او لسګونه څاروي په‌کې تلف شوي.

بل‌خوا راپورونه وايي چې د همدې ولسوالۍ په چوګام کې تېر ماښام د ډرون برید هم شوی چې د ځايي اوسېدونکو په وینا په‌کې مرګ‌ژوبله نه‌ده اوښتې.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې د ډرون دا برید د چا له‌خوا شوی، خو د فرانسې خبري اژانس د پاکستان د طالبانو د تحریک له قوله راپور ورکړی چې یو مشر یې د افغانستان په ختیځ کې د بې‌پیلوټه الوتکې له یو برید روغ وتلی دی.

په راپور کې د پاکستاني طالبانو د تحریک له خولې ویل شوي چې د برید هدف مولوي فقیر محمد و، خو د برید پر مهال په سیمه کې نه‌و موجود.

د پاکستاني سرچینو په وینا د چوګام له کلي څخه پاکستاني طالبان د خپلې اډې په توګه کار اخلي.

د طالبانو د حکومت یو ویاند بلال کریمي فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې دا ځمکنۍ برید دی او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغول کېدونکي راکټ په وسیله شوی دی.