طالبان وايي، ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي پر څوکۍ د سرپرست په توګه د نصیر احمد فایق ګومارنه د اصولو خلاف ده او دغه سازمان دې د بېپرېتوت په مراعت کولو سره دغه لانجه نهاوږدوي.
سهیل شاهین چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو کې د طالبانو له لوري دې څوکۍ ته معرفي شوی و، ازادي رادیو ته وویل، ملګري ملتونه چې د بېپرېتوب ادعا لري باید دغه څوکۍ د طالبانو حکومت استازي ته وسپاري.
دی زياتوي: "ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اصولو له مخې د افغانستان د اوسني حکومت حق دی چې د افغانستان پر لوېشت لوېشت خاوره حاکمیت لري، باید دغه څوکۍ د اسلامي امارت اوسني استازي ته وسپارل شي، داسې کس ته چې نه حاکمیت لري او نه هم له اوسني حکومت استازیتوب کوي، د دې څوکۍ سپارل د اصولو خلاف دي. ملګري ملتونه باید دغه مسئله د اصولو له مخې حل او شته لانجه دې نوره نهغځوي."
دا په داسې حال کې ده چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي غلام محمد اسحاقزي له استعفا وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان رسمي سیاسي استازولۍ په خپله ټویټرپاڼه د فایق ټاکنه تأیید کړې ده.
په ټویټ کې لیکل شوي: "په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ خبر ورکوي چې مستشار نصیر احمد فایق په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ رهبري پر غاړه اخیستې او رسمي چارې مخ ته وړي."
نمایندگي دايمي افغانستان در سازمان ملل متحد مقيم نيويارك به اطلاع ميرساند كه آقاي نصير احمد فايق مستشار وزير مختار به عنوان شارژدافیر مسؤولیت پیشبرد امور و رهبری نمايندگي دایمی افغانستان در سازمان ملل متحد را بعهده گرفته است.
— Afghanistan Mission (@AfghanMissionUN) December 17, 2021
نصیر احمد فایق پر خپله تویترپاڼه لیکلي چې دغه مسؤلیتیې د ملي ګټو پر بنسټ منلی دی.
هغه ویلي، دغه ستر مسؤلیتیې په سختو شرایطو کې پر غاړه اخیستی دی او هڅه کوي د بېکارۍ، لوږې، فقر او د بشري حقونو د نقض په اړه د افغانانو غږ د دې سازمان تر غړو هېوادونو ورسوي.
که څه هم څه موده وړاندې ملګرو ملتونو اعلان وکړ، غلام محمد اسحقزی چې دغه سازمان کې د افغانستان استازی و، دندهیې ورته تمدید کړې ده، خو د نوموړي د استعفا لامل لا نهدی په ډاګه شوی.
وموغښتل چې د ښاغلي اسحقزي د استعفا لامل وپوښتو، خو په دې کار بریالي نهشوو.
په ورته وخت کې په ناروې کې د افغانستان پخوانۍ سفیره او سیاسي فعاله شکریه بارکزۍ وایي په اوسني وضعیت کې نه د طالبانو حکومت او نه هم د افغانستان مخکېنی ولسمشر، ملګرو ملتونو ته د نوي استازي د معرفي کولو صلاحیت لري.
اغلې بارکزۍ وايي: "د افغانستان داخلي اصولو او قوانینو ته په کتو هر کس چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان سیاسي استازولۍ کې له ښاغلي اسحقزي څخه وروسته دی، په اتومات ډول د افغانستان د استازي په توګه معرفي کېږي او هر راز مسؤلیت اخلي. په هېڅ صورت نه مخکېنی حکومت او نه هم د طالبانو حکومت کولای شي نوی استازی وټاکي، په هېوادونو کې اداري اصول په همدې ډول دي."
وروسته له هغې چې تېر حکومت سقوط وکړ، طالبانو د قطر دفتر غړی سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې د دایمي استازي په توګه معرفي کړ.
خو د طالبانو دغه غوښتنه د ملګرو ملتونو د باور لیکونو کمېټې له لوري رد شوه.
په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو کلنۍ ناسته کې د وینا غوښتنه کړې وه چې د دغه سازمان له لوري ونهمنل شوه.
دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د حکومت له حاکمیت ۴ میاشتې وروسته او د دې ډلې له لوري د سرپرستې کابینې اعلان سره لاهم هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نهدی پېژندلی