د طالبانو نوې پرېکړه: افغانستان کې بايد ټولې راکړې ورکړې په افغانیو وشي

افغاني بانکنوټونه

د طالبانو حکومت څو وزارتونو او ادارو پرېکړه وکړه چې سر له نن دې د افغانستان دننه ټولې سوداګریزې راکړې ورکړې په افغانیو وشي.

پر دې سربېره د دکانونو، کورونو، دفترونو او نورو املاکو کرایې هم د پرېکړې له مخې باید په افغانیو ورکړل شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال انجنیر عزام تېر ماښام رسنیو ته وویل، ولایتونو ته د پرېکړې د تعقیب لارښوونه هم شوې ده.

ښاغلی عزام زياتوي: "له پورتنۍ پرېکړې څخه سرغړوونکي باید مجازات شي، په ټولو ولایتونو کې له امنیتي مسؤلینو څخه غوښتنه وشوه چې خپلو سیمو کې یاده پرېکړه د عملي کولو لپاره په جدیت سره تعقیب کړي."

پرېکړه کې دا هم شامل دي چې طالبان به بازارونو کې د توکو بیې کنټرولوي او د ډالرو د قاچاق مخه به نیسي.

دا ګډه پرېکړه د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او ماليې وزارتونو، ملي امنیت ریاست، افغانستان بانک او کابل ښاروالۍ وروسته تر دې وکړه چې د افغانیو ارزښت په بې‌ساري ډول راکم شو.