طالبان: اکثرو ولایتونو کې له اړمنو سره د ژمنیو مرستو زېرمې تشې دي

ارشیف، مرستو ته په تمه یو شمېر افغان مېرمنې

د طالبانو چارواکي وایي، په اکثرو ولایتونو کې هغه زېرمې تشې دي چې د ژمي پر مهال به له اړمنو سره د مرستو لپاره توکي په‌کې ځای پر ځای کېدل.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، دوی له مرسته کوونکو هېوادونو او مؤسسو سره په تماس کې دي چې د لارو له احتمالي بندېدو مخکې دا زېرمې ډکې کړي.

ښاغلي حقاني د پنجشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، ځینو زېرمو کې مواد لري، خو هغه بسنه نه‌کوي.

دی زیاتوي: "ځینو سټاکونو کې توکي لرو د مرستې لپاره، خو هغه په کمه اندازه باندې دي، موږ بیا هم پر مؤسساتو او خیریه بنسټونو غږ کوو چې ولایتونو ته مرستې ورسوي، موږ په دې کې ورسره همکار یو، موږ هم کوشش کوو چې مرستې راجذب کړو او په وخت باندې دې کسانو ته ورسېږي."

بېلابېلې خیریه مؤسسې دا مهال د اړمنو افغانانو په لاسنیوي بوختې دي، خو ملګري ملتونه د مستحقو افغانانو شمېر ۲۳ ملیونه یادوي چې په خبره‌یې دا مرستې ورته بسنه نه‌کوي.