اروپایي ټولنه: مسکو دې د فرانسې او جرمني په منځګړیتوب خبرو ته وروګرځي

(ښی-کین) د روسیې، امریکا، اروپايي ټولنې او اوکراین بیرغونه

د اروپایي ټولنې مشرانو یو ځل بیا له مسکوه وغوښتل چې د فرانسې او جرمني په منځګړیتوب خبرو ته وروګرځي.

دا خبرې له اوکراین سره پر پوله د روسیې د پوځي تحرکاتو په تړاو د راولاړې شوې لانجې د کمولو په مقصد ترسره کېږي.

فرانسه، جرمني، روسیه او مسکو د څلور اړخیزو خبرو یو چوکاټ لري چې هدف‌یې د مسکو او کیف ترمنځ د څه باندې ۷ کلنې اوږدې لانجې پای ته رسول دي.

د اروپایي ټولنې مشرانو پرون پنجشنبه په بروکسل کې وویل، د دوی راټولېدنه د هغو اندېښنو په لیرې کولو کې مرسته کوي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل په اړه دي.

متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې دواړو روسیې ته خبرداری ورکړی چې که پر اوکراین یرغل وکړي، ناوړه اقتصادي عواقب به ورته ولري.