د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو د ټیټیدو په هدف نوې پرېکړې

یو تن افغان صراف

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو په ځانګړي ډول د ډالرو د بیې د راټېټېدو په هدف یو شمېر پرېکړې شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي، تېره ورځ چې په همدې موخه د ریاست الوزرا، دفاع او مالیې وزارتونو، د افغانستان بانک، کابل ښاروالۍ او د کابل امنیه قومندانۍ استازو له خوا په کورنیو چارو وزارت کې کومه غونډه جوړه شوې وه.

ښاغلي خوستي وویل چې د ستونزو د هواري په موخه دا پرېکړې وشوې: " تردې وروسته به ټوله راکړه ورکړه په افغانیو کېږي. نرخونه باید کنترول شي. د کورونو او دکانونو کرایې به په افغانیو تادیه کېږي. د پیسو د قاچاق دې کلک مخنوی وشي او سرغړونکي باید مجازات شي."

خو د طالبانو کورنیو چارو وزارت دا نه دي ویلي چې دا څارنه به مشخص د کوم ارګان له خوا کېږي.