بروکسل کې د اروپايي ټولنې غونډه به په ۴ اندېښنو راڅرخي

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپایي ټولنې مشران نن په بروکسل کې غونډه کوي چې بحثونه به یې تر ډېره، پر بېلاروس، کووېډ -۱۹، انرژۍ او د اوکراین – روسیې پر پوله د روسیې د پوځي پیاوړتیا پر سر زیاتو شوېو کړکېچونو څرخي.

د اوکراین پولې ته نژدې د روسیې د پوځي ځواکونو ځای پرځای کېدا او پر اوکراین د یوه احتمالي برید په اړه اندېښنې د اروپایي مشرانو د خبرو د اجنډا په سر کې دي.

اروپایي ټولنې له روسیې غوښتي چې کړکېچ کم کړي او د اوکراین په ختیځ کې د ۷ کلن کړکېچ پر سر بېرته ډپلوماسۍ ته مخه کړي.

دې ټولنې خبرداری ورکړی چې د روسیې د یوه احتمالي برید په صورت کې به د امریکا له متحدو ایالاتونو او بریتانیا سره په همغږۍ پر مسکو سخت بندیزونه ولګوي.

د اوکراین روسیې ترمنځ کړکېچ پرون هم د هغې غونډې یوه اصلي موضوع وه چې د اروپایي ټولنې او د ختیځې اروپا د ګاونډیانو مشرانو په کې ګډون کړی و.