حامد کرزی: طالبان په زور کابل ته نه دی نیولی، بلنه ورکړل شوې

حامد کرزی

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي، طالبانو په زور کابل نه دی نیولی بلکې ورته بلنه ورکړل شوې وه چې ښارته ننوځي ترڅو په دې ښار کې د ګډوډیو او لوټ او تالان مخه ونیول شي.

ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له اسوشیټېډ پرېس اژانس سره په تازه مرکه کې چې پرون خپره شوې کړي او ویلي یې دي، وروسته له هغې چې پخوانی ولسمشر اشرف غني ناببره او په پټه له افغانستانه ووت، ده طالبانو ته چې د کابل ښار تر دروازو پورې رسیدلي و، بلنه ورکړه چې ښار ته ننوځي.

کرزی چې په کابل کې له خپلې مېرمنې او وړو ماشومانو سره اوسي، دا خبره په ټېنګه وکړه چې له هېواده د غني وتلو په وروستیو دقیقو کې هغه پلان شنډ کړ چې ده او د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په دوحه کې له طالب مشرانو سره پرې کار کړی و او له مخې یې طالبان په منظم ډول کابل ته ننوتل.

د اسوشیټېډ پرېس اژانس د راپور له مخې د یوې احتمالي موافقې د عملي کېدو د دقیقو شمېر نه د طالبانو له خوا د کابل له نیولو یوه ورځ مخکې، د اګسټ په ۱۴مه نېټه پیل شوې وه.

د راپور له مخې کرزي او عبدالله له غني سره په کتنه کې موافقه کړې وه چې پر سبا به یې دوی دواړه له یوه ۱۵ کسیز پلاوي سره دوحې ته ځي چې د واک د شریکولو پر موافقې خبرې وکړي.

کرزي په تېنګار ویلي چې که اشرف غني په کابل کې پاتې وای، نو به د یوه جوړ جاړي له مخې سوله ییز انتقال ترسره شوی وای.

د طالبانو د حکومت چارواکو هم ویلي چې وسله وال یې د اګسټ په ۱۵مه نېټه ځکه کابل ته ننوتل چې یوه امنیتي تشه رامنځته شوې وه او د دې ویره وه چې دولتي او ملکي شتمني لوټ او تالان نه شي.