د افغانستان بازارونو کې یو ډالر په ۱۰۴ افغانۍ بدلیږي

ډالر

نن پنجشنبه(د لېندۍ ۲۵مه) د کابل د شهزاده سرای د صرافانو په مارکیټ کې افغانۍ د ډالر پر وړاندې یو څه نوره هم قوي شوې ده.

د کابل د صرافانو د ټولنې سرپرست حاجي دادګل حضرت زي نن ازادي راډیو ته وویل، له سهار راهیسې، یو ډالر په ۱۰۳ او۱۰۴ افغانۍ تبادله کېده.

ښاغلي حضرت زي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د لوړېدو دوه مهم دلایل یا کړل: " یو خو په ټولو ولایتونو کې پر افغانیو راکړه ورکړه کېده او بل د اسعارو د قاچاق وړونکو پر وړاندې د طالبانو د حکومت وروستي اقدامات هم ګټور وو."

طالبانو وړمه ورځ اعلان وکړ چې په ټولو ولایتونو کې به راکړه ورکړه پرافغانیو کېږي او له سرغړونکو سره به یې سخت چلند کېږي.

ډالر چې نرخ یې وړمه ورځ تر۱۳۰ افغانیو پورې رسیدلی و، پرون ډېر راولوید او د ورځې په پای کې شااوخوا یو ډالر په ۱۰۴ افغانۍ باندې تبادله کېده.