طالبانو د ۶۹ محکمو لپاره رئيسان وټاکل

د افغانستان ستره محکمه

د طالبانو حکومت د ۶۹ محکمو لپاره رئيسان وټاکل.

د طالبانو حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال ذبيح‌الله مجاهد وایي، دا رئیسان د سترې محکمې له لوري ټاکل شوي او مسلکي کسان دي. دی هیله ښيي چې د افغانستان خلکو ته به خدمت وکړي.

د نوموړي په خبره، هڅه دا ده چې په دې ادارو کې فساد ختم او د خلکو تللی باور پرې بېرته ترلاسه شي.

ښاغلی مجاهد زیاتوي: "زموږ د محاکمو دا ټاکنې چې دي بالکل معیاري دي او ښې دي، ورسره د قضا ارګان به قوي او له فساده پاک وي، د افغانستان قوانین چې دي هغه اسلامي، شرعي او فقهي احکام دي او په همدې پر بنسټ کوم کسان چې ټاکل شوي ټول متخصصین دي، موږ مطمئن یو چې د افغانستان خلکو ته به‌یې ګټه ورسېږي او د قضایو په حل کې به مؤثر ګامونه پورته شي."

ښاغلی مجاهد وایي، د خلکو همکاري هم په دې برخه کې اړينه ده.

طالبانو وروسته له دې محکمو ته نوي رئیسان وګومارل چې یو شمېر خلکو په محکمو کې د کارونو پر پڅوالي، د طالبانو له لوري د قاضیانو د بیا بیا تبدیلېدو او په کار د نه‌پوهېدو په اړه شکایتونه وکړل.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ ازادي راډيو د شنه اسمان لاندې خپرونه کې په ټول افغانستان کې د عدلي او قضايي ادارو ستونزې له يو شمېر حقوق‌پوهانو او څېړونکو سره څېړلې وې، په دې خپرونه کې د نوي نظام په رامنځته کېدو سره په دغه برخه کې د ګنو ستونزو يادونه شوې او ان د خپرونې مېلمنو او اورېدونکو ویلي و چې په يو شمېر ولایتونو کې ښاري محکمې تړل شوي او فعاليت نه‌لري.