راپور: نړۍ کې تر ټولو زیات خبریالان افغانستان کې وژل شوي

هلمند کې وژل شوی د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په نړۍ کې د بندي خبریالانو په کالني راپور کې ویلي چې په ۲۰۰۱ میلادي کال په ۳۷ هېوادونو کې ۲۹۳ خبریالان بندیان وو چې دا په تېرو ۲۰ کلونو کې تر ټولو ډېر شمېر دی.

د دې کمېټې د معلوماتو پر اساس، په ۲۰۲۱ میلادي کال په نړۍ کې ۴۲ خبریالان وژل شوي چې تر ټولو ډېر یې په افغانستان کې وژل شوي دي.

د دې راپور پر اساس، په تېرو شلو کلونو کې هم تر ټولو ډېر خبریالان په افغانستان کې وژل شوي دي.