افغانستان کې د یو ډالر بیه ۱۰۳ افغانیو ته راښکته شوه

ډالر

د کابل په شهزاده سرای کې نن د افغانیو په وړاندې د ډالرو بیه راښکته شوه.

دا خبره د شهزاده سرای سرپرست او د افغانستان د صرافانو د ټولنې مرستیال حاجي داد ګل حضرت‌زي ازادي راډیو ته وکړه.

ښاغلی حضرت‌زی زیاتوي: "نن یو ډالر د ۱۰۳ افغانیو سره تبادله شو او په بازار کې همدا بیه ده."

له دې مخکې راپور ورکړل شوی چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان بانک د افغانۍ په وړاندې د یو ډالر نرخ له ۱۲۵ افغانیو څخه ۱۰۶ افغانیو ته راښکته کړی.

د حضرت‌زي په وینا دا اقدام د صرافانو له ټولنې سره د افغانستان بانک د ریاست له غونډې وروسته عملي شو.

د طالبانو د ریاست‌لوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي د سې شنبې په ورځ د افغانستان بانک کې یوه خبري غونډه کې وویل وروسته له دې هېڅوک حق نه‌لري چې په سوداګریزه راکړه ورکړه کې له بهرنیو اسعارو کار واخلي. نوموړي زیاته کړه چې له سرغړوونکو سره به جدي چلند وشي.

په وروستیو له ۱۰ ورځو څخه په کمه موده کې د ډالر په مقابل کې د افغانۍ بیه له ۹۰ افغانیو تر ۱۲۵ افغانیو پورې پورته شوه چې ورسره په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې هم لوړې شوې.

پر کابل د طالبانو د حکومت له واکمنېدو راوروسته د امریکا متحده ایالاتو د افغانستان بانک شااوخوا نهه‌نیم میلیارده ډالره پانګه کنګل کړې ده، همدارنګه نړیوال بانک او د پیسو نړیوال صندوق هم ډالرو ته د طالبانو د حکومت د لاسرسي مخه نیولې.