د طالبانو بیا واکمني؛ د ټولنیزو رسنیو ځینې کارونکي: خپل ادرسونه مو تړلي

ټولنیزې رسنۍ

د طالبانو له بیا واکمنېدو سره د ټولنیزو شبکو ډېری ځينې کارونکي وایي، غلي شوي او ځينو یې ان خپل اکاونټونه تړلي دي.

دوی وايي، په تېر کې له مخالفینو او منتقدینو سره د طالبانو د تُند چلند له امله، پټه خوله د ځان په خیر بولي.

د هلمند استوګن، د انجینر نوېد ورور محمد شریف شرافت ادعا کوي چې ورور یې وروسته له هغې ووژل شو چې په فېسبوک کې یې په طالبانو پسې یو پوسټ کړی و، خو طالبان په دې پېښه کې لاس لرل ردوي.

دی وايي، نوید دا پوست د نوومبر میاشتې په ۲۱مه نېټه یې کړی و.

شرافت زیاتوي: "انجینر نوېد په خپله فېسبوک پاڼه یو عکس خپور کړی و چې یو طالب د کور دروازې ته ولاړ دی او ځيره ټولوي، ورسره یې لیکلي یې و چې معلمانو تاسې له دوی معاش غواړئ؟ د نوومبر په ۲۵مه نېټه څو کسان دوکان ته په موټر کې راځي، له هغه څخه ټېلیفون غواړي چې انجینر نوېد یې نه ورکوي. هغوی یې وهي بیا یې په زور موټر ته پورته کوي او د لښکرګاه لومړۍ حوزې ته یې بیايي. بل ورور مې ورپسې کېږي، کله چې د حوزې مخ ته ورځي، له طالبانو پوښتي چې دا کس مو ولې راوستی؟ هغوی ورته وايي چې دې کس په موږ پسې تبلیغات کول."

شرافت وايي، څو ځلي یې پلار، وروڼه او نور خپلوان طالبانو ته په ننواتي ورغلل، خو د بېلابېلو پلمو له امله یې ورور ازاد نه شو.

ورپسې یې تابیا وکړه چې ډېر مشران طالبانو ته ور ولي چې ورور ته یې بښنه وکړي، خو د نوومبر میاشتې په ۲۷ مه نېټه چې دوی بیا طالبانو ته د ننواتي په خاطر ورځي، ده ته زنګ راځي او د حوزې یا زندان پر ځای یې روغتون ته غواړي.

شرافت وایي: "هلته چې ورغلم، د خپل ورور جسد ته یې ودرولم چې کالي یې څېرې، مخ یې ټول ټپي، سر یې مات او د بدن په ډېرو برخو کې يې ټپونه وو."

د انجینر نوېد ورور محمد شریف شرافت

د ټولنیزې رسنۍ فیسبوک یوه کار کونکې چې نه غواړي په راپور کې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل: "ما خپله فیسبوک پاڼه تړلې، ځکه له یو شمېر فیسبوک پاڼو ماته پیغامونه راتلل، اخطارونه یې راکول چې تاسې د جمهوریت پرمهال دا شلو کلونو کې فساد کړی او نورې ناسمې خبرې، نو ما خپله فیسبوک پاڼه وتړله، خو کله کله یې چېک کوم، زه نه شم کولی د طالبانو په اړه څه ولیکم."

د ټولنیزو شبکو یو بل کارونکی محمد عمران هم ادعا کوي چې طالبانو هم واک ته له رسېدو مخکې او هم اوس چې بیا واکمن شوي، کله کله له هغو کسانو سره سخت چلند کړی چې په ټولنیزو شبکو کې یې د دوی کړنې نقدولې، د ده په خبره له همدې امله اوس ډېر کسان د دوی په اړه د څه لیکلو جرئت نه کوي یا هم مجبورېږي چې خپلې خبرې سانسور کړي.

عمران زیاتوي: "طالبان د بیان په ازادۍ باور نه لري، پخوا یې هم خلک د فکري مخالفتونو په خاطر وژلي اوس هم دا کار کوي، په ټولو ولایتونو کې هغه خلک په نښه شوي چې پخوا یې یا اوس د طالبانو کړنې نقدولې، ځینې یې ځورولي او اقرار یې را ترې اخیستی چې بیا به نیوکه نه کوي. اوس یوازې هغه خلک په ټولنیزو شبکو کې طالبان نقدوي چې له هېواده بهر دي."

خو د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وايي، دوی زغم لري او هر کس کولای شي د دوی په حکومت سالم انتقاد وکړي.

مجاهد وایي: "سالم انتقاد چې د حکومت د بهبود لپاره کېږي، دا کار چې هر څوک کوي، موږ یې منو او مخالفت یې نه کوو. دا اوس هم په ټولنیزو شبکو کې ډېر انتقادونه کېږي. موږ دا زغم لرو خو هیله لرم چې توهین و نه شي، بلکې انتقاد وشي."

ذبیح الله مجاهد وايي، دوی زغم لري او هر کس کولای شي د دوی په حکومت سالم انتقاد وکړي.

ښاغلی مجاهد وايي، د انجنیر نوېد د وژنې موضوع هم شخصي ده چې په تړاو یې څلور کسه نیول شوي او څېړنې ترې روانې دي، خو د انجنیز نوید د کورنۍ غړي وايي، دوی هیچا سره شخصي دښمني نه لري.

په افغانستان کې د سولې د ولسي حرکت مشر اقبال خیبر وايي، طالبان باید خلکو ته اجازه ورکړي چې په ټولنیزو شبکو او نورو رسنیو کې ډاډه خبرې وکړي او کیسه تر ځورونې او وژلو و نه رسېږي.

د نوموړي په باور هېڅ څوک له نقده مبرا نه دي او همدا نقد دی چې خلک او حکومتونه سمې لارې ته برابروي.

خیبر زیاتوي: "خبرې کول ضرور دي، که خبرې و نه شي، کیسه بېرته جنګ ته ځي، خبرې کول ذهن سړوي او یو کس نه مجبورېږي چې دویم ګام واخلي. له حاکم نظامه هیله لرو چې خلکو ته د خبرو اجازه ورکړي، دا کار د حکومت په ګټه هم دی چې هغوی ته لاره ښيي خو که برعکس چلند ورسره وشي، تاوان یې بېرته حکومت ته رسېږي."

د یادونې وړ ده، طالبان په لومړي ځل داسې وخت پر افغانستان واکمن شول چې رسنۍ، د بیان ازادي او د معلوماتو د شریکولو ډېر ادرسونه نه وو، خو اوس چې دوی بیا واک ته رسېدلي دي، وضعیت تر پخوا ډېر متفاوت دی چې د شنونکو په باور کنټرول او سانسور به یې د دوی لپاره لوی سرخوږی او تاواني کار وي.