د خوړو نړیوال پروګرام: نږدې ۹۸ سلنه افغانان خواړه نه لري

بې ځایه شوي کورنۍ

د خوړو نړیوال پروګرام «WFP»وایي، تقریباً ټول افغانان په کافي اندازه خواړه نه لري او اقتصادي سقوط به د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مخ په زیاتېدونکي ناوړه وضعیت افغانستان راتلونکي کال له یوه ناورین سره مخامخ کړي.

د خوړو د نړیوال پروګرام ویاند ټامسن فیري Tomson Phiri پرون سې شنبه(د لېندۍ ۲۳مه) په جنیوا کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د دې پروګرام سروې ښیي چې تقریباً ۹۸ سلنه افغانان کافي خواړه نه لري او د هرو لسو کورنیو له ډلې ۷ یې خواړه پوروي چې دا وضعیت دوی نور هم بې وزله کوي.

ښاغلي فیري وویل، اقتصادي بحران، جګړې او وچکالۍ د دې لامل شوې چې یوه متوسطه کورنۍ په مشکل خپلې اړتیاوې پوره کړي.

نوموړي زیاته کړه چې موږ ته پکار ده چې ډېر کار وکړو، څو دغه بحران په یوه ناورین بدل نه شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د روان ۲۰۲۱ میلادي کال راهیسې شااوخوا ۱۵ میلیونه افغانانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې، یوازې په نوومبر میاشت کې یې اوو میلیونو ته دغه مرسته رسولي.

دغه نړیواله اداره په پام کې لري چې راتلونکي کال د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر۲۳ میلیونه وګړو ته خپلې مرستې ورسوي.