راپورونه: ملا هبت الله د کندهار د ولایتي ادارې له چارواکو سره کتلي 

د طالبانو مشر

طالبان وايي رهبر یې ، مولوي هبت الله اخوند پرون سې شنبه (د لېندۍ ۲۳مه) په کندهار کې د ولایتي ادارې له چارواکو سره وکتل.

د هغه خبر له مخې چې باختر دولتي خبري اژانس پرون خپور کړی، ملا هبت الله اخوند پرون سهار د کندهار د ادارې له مسولینو سره وکتل او هغوی ته یې ځینې سپارښتنې وکړې.

د خبر له مخې د طالبانو د حکومت د حج او اوقافو وزیر هم په دې لیدنو کتنو کې حاضر و.

د طالبانو د مشر چې تر اوسه هېڅکله هم په عام محضر کې نه دی راڅرګند شوی، د دغو لیدنو کتنو هېڅ یو عکس یا ویډیو نه ده خپره شوې او تر اوسه کومې مستقلې رسنۍ هم د هغه راڅرګندېدل نه دي تائید کړي.