د افغانستان بانک: یو ډالر به په ۱۲۴ افغانی او ۳۰ پوله بدل شي

کابل ښار کې یو تن صراف

د افغانستان بانک نن د افغانیو پر وړاندې د یوه ډالر بیه ۱۲۴ افغانی او ۳۰ پوله اعلان کړه.

په هغه اعلامیه کې چې نن د افغانستان بانک په رسمي وېب پاڼه کې خپره شوې راغلي، یاد بانک هڅه کوي چې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د راټیټېدو مخه ونیسي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د افغانستان بانک د پانګه والو، بانکونو استازو او صرافانو په مرسته په دې برخه کې هڅې تېزې کړي دې.

د اعلامیې په یوه بله برخه کې ویل شوي، د هغې ستراتیژۍ له مخې چې د افغانستان بانک یې پرمخ وړي، تل هڅه کوي چې د خلکو د پیر او پلور پر وضعیت د اسعارو د بیوو له اغېزو مخنیوی وکړي.