طالبان: د جعلي افغانیو د وېش د عواملو پرضد کوټلي ګامونه پورته کوو

ارشیف، کابل کې د شهزاده سرای یوه څنډه

د طالبانو حکومت وايي، د ډالرو د قاچاق د مخنیوي د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو ټولو عواملو پرضد کوټلي ګامونه پورته کوي چې د افغانۍ په ارزښت بد اغېز کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي بېګا ناوخته د طالبانو د وزیرانو شورا د پرېکړې په اړه ازادي راډيو ته وویل: "اقتصادي کمېسیون ته دنده وسپارل شوه چې د ټولو اقتصادي نهادونو سره په همغږۍ د افغانۍ د ثبات ساتلو په اړه عاجل اقدامات ترسره کړي او دې برخه کې د هر ډول ډالرو د قاچاق د مخنیوي، د ناچله او جعلي افغانیو د وېش او نورو هغو عواملو پر ضد کوټلي ګامونه واخلي چې د افغانۍ په ارزښت بده اغېزه کوي."

پرون د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د ریکارډ تر کچې ولوېد او یو ډالر ان ۱۲۵ افغانیو ته ورسېد.

د افغانیو د ارزښت بې ساري کمېدل په افغانستان کې د ټولو خوراکي او ضروري توکو قیمتونه ان دوه چنده لوړ کړي چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.