ډیپلومات: ایا په رښتیا افغانستان منځنۍ اسیا ته ترهګري صادروي؟

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې په وروستۍ ګڼه کې تر دې سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې چې "ایا په رښتیا افغانستان منځنۍ اسیا ته ترهګري صادروي؟".

لیکوال ویلي، د طالبانو د بېرته راتګ یو ډاروونکی اغېز دا دی چې احتمالاً په سیمه کې به نړیواله ترهګري وده وکړي او ورسره به هېوادونه په ځانګړې توګه منځنۍ اسیا بې‌ثباته شي.

د مطلب په دوام راغلي، اوس‌مهال د منځنۍ اسیا هېوادونه غیر ډیموکراتیک دي او واکمنان‌یې له اوږدې مودې راهیسې د واک پر ږدۍ ناست دي، خو له دې سره سره هم دوامداره ترهګریز فعالیتونه په‌کې نه‌کېږي.

مقاله لیکونکي ویلي، ۲۰ کاله مخکې بیا وضعیت داسې نه‌و، خصوصاً هغه مهال چې په ۱۹۹۹ کال کې د ازبکستان اسلامي جنبش چریکیانو هڅه وکړه چې تاجکستان کې له خپلو مرکزونو پر ازبکستان بریدونه وکړي.

مقاله کې راغلي، هغه مهال دا جنبش یو ګواښ و، خو د اسلام کریموف په مشرۍ مخکېني دولت وځاپه.

د ډیپلومات په مقاله کې راغلي، کله چې دا جنبش په ازبکستان کې وځپل شو، غړي یې افغانستان ته راغلل او اوس هم له داعش سره همکاري لري.

د مطلب پای کې راغلي، د ازبکستان د اسلامي جنبش غړي اوس خپل هېواد ته کوم ګواښ نه‌ګڼل کېږي، خو د لیکوال په باور دا په دې پورې تړلې چې د هېوادونو وضعیت‌یې څه ډول دی.

د مقالې لیکوال ویلي، واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته دا اندېښنه پیدا شوې چې ممکن دا ډلې له طالبانو الهام واخلي او خپل فعالیتونه ډېر کړي.

  • ګارډین

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې د افغانستان د بشري وضعیت په اړه یوه لیکنه کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، لوېدیځ باید اجازه ورنه‌کړي چې سږ ژمی افغانستان کې ملیونونه ماشومان له لوږې او خوارځواکۍ مړه شي.

په لیکنه کې راغلي، له میاشتو میاشتو راهیسې بشري مؤسسې افغانستان کې د قریب‌الوقوع بشري ناورین خبرداری ورکوي، خو د لیکوال په باور، دا ناورین اوس رارسېدلی دی.

د ګارډین په باور، که امریکا او بریتانیا رښتیا هم غواړي چې افغانستان کې له دغې غمیزې مخنیوی وکړي او یا یې لږ تر لږه کچه کمه کړي، همدا اوس باید لاس په کار شي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، له افغانستان سره اوس‌مهال کېدونکې مرستې بسنه نه‌کوي، بلکې د افغانستان د وضعیت کابو کول، مارشال پلان ته اړتیا لري.

مارشال پلان د امریکا د بهرني سیاست پروژه وه چې له مخې يې له دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د لوېدیځې اروپا له ګڼو هېوادونو سره مرسته وکړه چې خپل اقتصادونه بېرته په پښو ودروي.