د امریکا ځینو ایالاتونو کې طوفانونو تقریباً ۷۰ کسان وژلي

امريکا کې د توپانونو له امله ورانۍ

د امریکا په منځنیو او جَنوبي ایالاتونو کې زورورې بوړبوکۍ او توپانونه روان دي او شېبه په شېبه د زیانونو او تلفاتو شمېر زياتېږي.

د کنټکي والي انډي بېشېر ویلي یوازې په دغه ایالت کې له ۷۰ زیات کسان وژل شوي.

په دغو توپانونو کې له مشهورو ورانو شویو سیمو په کنټکي کې د شمعو فابریکه، په لوېدیځ ایلینای کې د امازون ګدامونه او په ارکنساس کې پالنځای دی.

د راپورونو له مخې ټولو دغو سیمو کې زورورو بوړبوکیو او توپانونو چې بې‌ساري بلل شوي خلک مړه کړي او ګڼې سیمې یې ورانې کړې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې د زیانمنو شویو ایالاتونو له والیانو سره‌یې خبرې کړي او دی د وژل شویو له کورنیو سره د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

د ورانیو له امله له زیانمنونکو خلکو سره د مرستو چاره هم ټکنۍ شوې ځکه لارې او کوڅې بندې شوې دي.

له وړمې ورځې په کنټکي، ایلینای، ارکنساس، میسوري او تینیسي کې زورورې بوړبوکۍ او توپانونه چلېږي چې د کال په دې میاشت کې بې‌مخینې بلل شوي.