افغان هوايي شرکتونو ځینې هېوادونو ته خپلې عادي الوتنې بېرته پیل کړي

د کام ایر هوايي شرکت

د کام ایر او اریانا افغان په ګډون افغان هوايي شرکتونو په جلا جلا اعلامیو کې اعلان کړی چې یو شمېر هېوادونو ته به خپلې عادي الوتنې بیا پیل کړي.

د جمعې په ورځ د هند د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له کابله نوي ډیلي ته د شااوخوا سلو افغان سکهانو او هندوانو او لسو هندي اتباعو د لېږدولو اعلان وکړ.

دغه کسان د کام ایر خصوصي هوايي شرکت په یوه ځانګړي الوتکه کې انتقال شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي بیا پر خپل ټویټرپاڼه لیکلي چې په نوموړي الوتکه کې بیا د شنبې په ورځ له هنده افغانستان ته په هند کې بند پاتې ۸۵ افغانان راستانه شوي او د کابل اندرا ګاندي روغتون لپاره د هند طبي مرستې هم انتقال شوي دي.

په همدې حال کې د کام ایر سوداګریز شرکت مرستیال سهراب امیني ازادي راډیو ته وویل چې دغه شرکت ځینو هېوادونو ته الوتنې پیل کړي دي: "موږ اوس مهال له کابله دوبۍ ته هره ورځ یوه الوتنه لرو، له کابله ابوظبۍ ته په اوونۍ کې څلور الوتنې، له کابله اسلام اباد ته په اوونۍ کې پنځه الوتنې لرو او په نږدې راتلونکي کې به استانبول، انقرې او تاشکند ته هم الوتنې پیل کړو. بل دا چې نرخونه هم خپل عادي حالت ته راټیټ شوي."

په دې اړه نور: د کام ایر هوايي شرکت: تاشکند ته الوتنې پیلوو

تردې مخکې اریانا افغان هوايي شرکت هم متحده عربي اماراتو او ځینو نورو هېوادونو ته د الوتنو د پیل اعلان کړی و.

یو شمېر افغانان د دې کار هرکلی کوي او وايي چې د الوتنو په عادي کېدو سره به د خلکو یو شمېر ستونزې هوارې شي.

فیصل ازادي راډیو ته وویل: "موږ ډېر خوښ یو چې الوتنې پیل شوې، څو موږ ژر تر ژره هغه مسایل حل کړو چې هېوادونو ته د الوتنو له لارې ترسره کیدای شي."

نظیفه هم ورته نظر لري: "اوس چې الوتنې بېرته پيل شوې د افغان سوداګرو او د هېواد د اقتصاد لپاره ډېر ښه کار شوى دى. هغه ستونزه چې رامنځته شوې وه له منځه تللې ده."

د کابل د هوايي ډګر د کنټرول مسوولیت لا تر اوسه کوم ځانګړي شرکت یا هېواد ته نه دی سپارل شوی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته له افغانستانه د افغان هوايي شرکت او بهرنيو هوايي شرکتونو عادي الوتنې وځنډول شوې او په نورو هېوادونو او کابل کې ډېر افغانان د دغو الوتنو پيلېدو ته په تمه وه.

افغانستان ته د نړیوالو الوتنو د عادي کېدو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې د کابل د هوايي ډګر د کنټرول مسوولیت لا تر اوسه کوم ځانګړي شرکت یا هېواد ته نه دی سپارل شوی.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، د کابل د هوايي ډګر د کنټرول پر سر له څو بهرنیو شرکتونو سره خبرې روانې دي.

د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي ازادي راډیو ته وویل: "موږ له څو شرکتونو سره د خبرو په حال کې یو، موږ د خبرو وروستي کېدو ته نږدې یو، خو خبرې مو لا نهايي شوي نه دي. موږ خپل شرایط لرو. زموږ شرایط دا دي چې شرکت باید د اکو نړیوال سازمان په معیارونو برابر وي، د نړۍ لپاره د منلو وړ وي او زموږ د تخنیکي ټیم په روزنه هوکړه وکړي."

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان قطر ته تر خپل دوه ورځني سفر وروسته ترکیې رسنیو ته ویلي، که امنیت ښه وي دوه شرکتونه چې یو یې قطري او بل ترکي دی دغه مسوولیت واخلي، خو د دغو شرکتونو په اړه یې ډېر جزئیات نه دي ورکړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند د معلوماتو پر بنسټ، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې هره ورځ له ۱۰ تر ۱۵ کورنۍ او نړیوالې الوتنې کېږي، چې په کې چارټر الوتنې هم شاملې دي.

خو تر اوسه هېڅ بهرني هوايي شرکت افغانستان ته عادي الوتنې نه دي پيل کړي.