د افغانستان۲۸۰ میلیونه ډالره ازاد شول؛طالبان د نړیوال بانک د پرېکړې هرکلی کوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د طالبانو حکومت د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ د ۲۸۰ میلیونه ډالرو ازادېدل، د ستونزې د حل لپاره د یوې لارې د پرانېستل کېدو په معنی بولي.

نړیوال بانک نن سهار اعلان وکړ چې مرسته کوونکو تائید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر دې هېواد ته ولېږدول شي.

د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمدولي حقمل ازادي راډیو ته په رالېږلي پیغام کې له دې پرېکړې هرکلی کوي او وايي، دا پرمختګ په دوحه کې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د شوېو بحثونو پایله ده.

په دې اړه نور: نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ۲۸۰ ملیونه ډالر خوشې کړل

حقمل وایي: "موږ ته مهمه دا ده چې یوه لاره پرانیستل شوه او هیله‌مند یوو چې راتلونکې زموږ ټولې پیسې خلاصې او افغانستان ته را ولېږدول شي. "

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې نژدې یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورسېږي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه د نړیوال بانک په حواله لیکلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف او د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو‌ ایف ‌پي ته ورکول شي چې بشري ناورین سره مبارزه وشي.

د ازادو شوېو پیسو څخه به۱۸۰ میلیونه ډالر د خوړو نړیوال پروګرام ته ورکول کېږي چې د خوړو پر خوندیتوب او د خوارځواکۍ پر مخنیوي یې مصرف کړي.

پاتې سل ۱۰۰ میلیونه ډالره نور به د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندق ته ورکول کېږي چې اساسي روغتیایي خدمتونه پرې برابر کړي.

نړیوال بانک په یوه اعلامیه کې لیکلي، یونېسف به پردې پیسو دولس نیم میلیونه افغانانو ته لومړني او اساسي روغتیایي خدمتونه ورسوي او یو میلیون کسان به واکسین کړي.

د اعلامیې له مخې د خوړو نړیوال پروګرام به له ورکړل شوېو پیسو څخه ۲ میلیونه او ۷ لکه کسانو ته د خوړو مرسته برابره کړي او د خوارځواکۍ د مخنیوي لپاره به هم نږدې ۸۴ زره مېندو او ماشومانو سره مرسته وکړي.

دا پیسې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د مرستندویه هېوادونو د بسپنې یوه برخه ده چې د اقتصادي مسایلو کارپوهان یې په اوسني وخت کې ازادېدل د افغانانو په ګټه بولي.

د افغانستان د سوداګری او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند وايي، د دې پیسو ازادېدل به په افغانستان د بشري ناورین د پراخېدو مخنیوي کې مرسته وکړي.

مومند وایي: "هغه مرسته چې د افغانستان د ملي ګټو، ملي تاسیساتو رغولو او خلکو سره کېږي، د افغانستان په ګټه ده او اغېز به ولري. هیله لرم چې د افغانستان ټوله بانکي زېرمه هم ازاده شي."

یونس مومند وايي، د دې پیسو ازادېدل به په افغانستان د بشري ناورین د پراخېدو مخنیوي کې مرسته وکړي.

د افغانستان د بیارغونې وجهي صندق یو میلیارد او پنځه سوه میلیونه ډالره شتمني درلوده چې کابل ته د طالبانو په راتګ کنګل شوه.

پردې سربېره امریکا د افغانستان میلیاردونه ډالره نوره پانګه هم کنګل کړې چې افغانستان کې يې نغدې پیسې کمې او مالي او بانکي چارې یې له ستونزو سره مخامخې کړي دي.

افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد خبره داسې مهال کېږي چې ملګرو ملتونو ویلي، دې هېواد کې ۲۳میلیونه کسان چې د نفوس ۵۵ سلنه برخه جوړوي، له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.