'جي-۷' به پر اوکراین د روسیې د یرغل پر وړاندې ګډ دریځ خپل کړي 

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو مشران

تمه ده چې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به نن شنبه (د لېندۍ ۲۰مه) په خپله غونډه کې هڅه وکړي چې پر اوکراین د روسیې د احتمالي یرغل پر وړاندې یو ګډ دریځ خپل کړي.

دا دوه ورځنۍ غونډه نن د انګلستان په لېورپول ښار کې پیلېږي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس چې د دې غونډه کوربه ده ویلي چې دې غونډه کې به د نړۍ ۷ شتمن هېوادونه د روسیې پر وړاندې د اوکراین په برخه کې د یووالي روحیه نندارې ته وړاندې کړي.

د فرانسې ولسمشر، د ناټو عمومي منشي، د اروپايي کمېسیون مشرې او نورو اروپايي چارواکو هم پرون پر اوکراین د احتمالي برید په صورت کې روسیې ته کلک خبرداری ورکړ.

د فرانسې ولسمشر ایمانوېل مکرون وویل، فرانسه به له اوکراین سره د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا په خوندیتوب کې مرسته وکړي.