نړیوال بانک د افغانستان د کنګل شوېو پیسو ۲۸۰ ملیونه ډالر خوشې کړل

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغانستان ته د ۲۸۰ میلیونه ډالرو د لېږد پرېکړه وشوه.

نړیوال بانک اعلان کړی چې مرسته کوونکو تائید کړې چې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ دې ۲۸۰ میلیونه ډالر افغانستان ته انتقال شي.

دغه بانک ویلي چې دا پیسې به افغانستان کې د ملګرو ملتونو دوه مرسته کوونکو ادارو ته ورکول کېږي چې بشري ناورین سره مبارزه وشي.

دا د افغانستان د بیارغونې وجهي صندوق د کنګل شوېو پیسو له ډلې دي چې د نړیوال بانک په خبره د همدې روان زیږدیز کال تر پایه، یعنې نژدې یوې میاشتې پورې به افغانستان ته ورسیږي.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه د نړیوال بانک په حواله لیکلي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونېسف او د خوړو نړیوال پروګرام ډبلیو.ایف.پي ته ورکول شي.

نړیوال بانک د افغانستان د بیارغونې صندوق د مدیریت چارې سمبالوي.